IQNA

د قربانۍ له اختر سره په یووخت  د رمي جمرات مناسک ترسره شول

13:42 - June 17, 2024
د خبر لمبر: 3489392
ایکنا – د خدای د کور حاجیانو  په عرفې غرۀ کې له وقوف وروسته ، د عرفی  په ورځ یعنی په یکشنبې ورځې سهار رمی جمرات دستورې پیل کړې.

ایکنانیوز  د الجزیره له قوله را پور راکړ،له احرام او طواف، سعي ، ترویه او د عرفې په  غرۀ کې  له وقوف وروسته حاجیان  پرون په یکشنبې  ورځې منا ته  په کاڼو سره د شیطان د ویشتو لپاره ،یعني د دحج د مناسکو ترټولو وروستي عمل  ترسره کړ او د قرباني د نیکمرغه اختر لومړنۍ ورځ ئې  ولمانځله.

د یکشنبې په ورځې سهار وختي  حاجیانو له مکې سره نزدې  منا وادئ په لور حرکت پیل کړ څو رمي جمرات عمل یعني  درو واړو شیطانانو  د ویشتو لپاره  په مزدلفه کې سره غونډ شول .  بیا بیرته مکې ته  بیرته ستنۀ شول څو خپله قرباني هم ترسره کړي  او په جامع جومات کې د وداع طواف هم وکړي.

حاجیانو د شنبې په شپه   د لمانځه له ادا کولو او د قرآن کریم له تلاؤت وروسته په عرفات  صحرا کې د ۴۶ درجې  په تودوخې کې  د شیطان د ویشتلو لپاره کاڼي غونډ کړل او شپه   ئې د منا په څو کلومیټرۍ کې  په مزدلفه دښتې کې تیره کړه.

د شیطان د سنګسار کولو دستورې  د قربانۍ داختر په ورځ ترسره کیږي او حاجیان  معمولا پسونه قرباني کوي او غوښه ئې  د قربانۍ په توګه په اړمنو کې ویشي.

د سعودي عربستان د چارواکو په وینا،  د حج په دستورو کې  له نورو  هیوادونو څخه د یو اعشاریه شپږمیلیون حاجیانو پشمول ټول  کابو یو اعشاریه اته میلیون  حاجیان  سره غونډ شول. په ۲۰۱۹ کال کې  د حاجیانو شمیر څه دپاسه  دوه اعشاریه پنخه میلیون کسان ؤ چې  په کرونائي بحران پسې  په پیل  کې د حج دستورې تر یوه کال پورې ودریدې  او وروسته سوکه سوکه  د روغتیائی  اصولو  په رعایتولو سره  او د حاجیانو دشمیر په محدودیّت سره بیرته پیل شو.

https://iqna.ir/fa/news/4221745

captcha